موږ څوک یو
د افغانستان سوداګرۍ پورټال ته ښه راغلاست. دا سوداګریز پورټال د افغانستان اسلامي جمهوریت د سوداګرۍ او صنعت وزارت لخوا چی د سوداګرۍ بین المللی مرکز او د سوداګرۍ او پرمختګ لپاره د ملګرو ملتونو کنفرانفس په تخنیکي مرسته او د اروپایی ټولني په مالی ملاتړ پلي کیږي.
د دې تړون پراساس، د صادراتو، وارداتو او ټرانزیټ اړوند ټول معلومات د داخلي او خارجي سوداګرو د لارښووني په موخه باید آنلاین خپاره شي. د افغانستان سوداګریز پورټال د سوداګرو لپاره د لارښونه کوي چې پدې کې ټولې پروسې، میتودونه، معلومات او سندونه شامل دي چې د اړوندو دولتی څانګو لخوا صادریږی. دغه پورټال دیو ارتباطی پله په توګه د دولت او سوداګرو تر مینځ فعالیت کوي چی دستونزو او ننګونو په حل کي خورا مرسته کوي. دا پورټال د تقنینی اسنادو، فورمونو او سوداګرۍ معلومات د ذخیره کولو وړتیا لري.
زموږ ټیم هڅه کړې چې د سوداګرو د لیدلوری په پام کي نیولوسره ټولې تائید شوي اداري پروسې دصادراتو،وارداتو اوټرانزیټ په اړه په پورټال کي دننه کړۍ.